
ایکنانیوز د ایرنا له قوله راّور راکئ، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن د پاکستان دولسی جرګې په څرګندې غونډې کې، چې په اسلامآباد کې د ایران سفیر هم پکې حاضر و، د ټولو ښکېلو لورو، په تیره بیا د تهران او واشنګټن د ډیپلوماتیکو هڅو ستاینه وکړه.
هغه وویل؛له دې ځایه د ایران له ستر رهبر حضرت آیتالله العظمی سید مجتبی خامنهاي او زما د قدرمن ورور، د ایران د ولسمشر ښاغلي مسعود پزشکیان مننه کوم اوپه دغې تاریخي شیبې کې د پاکستان درستو خلکو او ټولو سوله غواړو ملتونو او حکومتونو ته مبارکي وایم.
د پاکستان لومړي وزیر همدارنګه د چین، سعودي عربستان، قطر او ترکیې د مشرانو له ملګرتیاؤ هم مننه وکړه او په اسلامآباد کې ئې د ایران سفیر رضا امیري مقدم ته د ولسی جرګې په غونډې کې د ګډون هرکلی ووایه.
داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان لومړي وزیر تر دې وړاندې نن سهار وختي په یوه پیغام کې د امریکا او ایران ترمینځ د سولې د هوکړې خبر ورکړی و.
هغه په ایکس (پخواني ټویټر) کې په خپل اکاؤنټ کې لیکلي وو؛ امریکا او د ایران اسلامي جمهوریت ترمینځ د سولې هوکړه شوې ده. دواړو لورو دلبنان پشمول په ټولو جبهو، د پوځي عملیاتو د فوري او دایمي پای اعلان کړی دی. د دې هوکړې د رسمي لاسلیک مراسم به د جون په ۱۹مه (د غبرګولي ۲۹ ) په سویس کې ترسره شي.
https://www.irna.ir/news/86183205